سرنوشت: د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټینګار؛ پر افغان عسکرو بې باوري ده
الجـــــــهاد فی سبیل الله
سرنوشت: د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټینګار؛ پر افغان عسکرو بې باوري ده
ساعت 11:54 | بازدید : 1096 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

امریکا په سفر کې د ګډ حکومت د مشرانو له لوري د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټینګار، پر افغان عسکرو له بې باوري پرته بله معنی نه لري.له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې پخپله تبصره کې د شنونکو له قوله ویلي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټينګار په افغان عسکرو هغه باور چې ان په ملاتړ يې غونډې جوړې شوې بېرته کمزوری کوي.د ګډ حکومت مشرانو امریکاته له لسګونو کسانو سره په سفر کې پرون په کیمپ ډیویډ کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو په اړهخواشيني وښوده او ویې ویل چې د هغوی د وینو په برکت اوس په افغانستان کې ډېر بدلون راغلی دی.ګډ حکومت په پیل کې هم پر دې ټینګار کاوه، چې امریکايي مشران دې د خپلو عسکرو د وتلو په پلان له سره فکر وکړي.خو یاده ورځپاڼه د ولی الله شاهین په نوم د یو سیاسي کارپوه له خولې لیکي، چې د ګډ حکومت دمشرانو له لوري د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټینګار دا معنی لري، چې دوی لا هم پخپلو عسکرو باور نه لري.شاهین وايي چې په دې وروستیو کې د افغان عسکرو په ملاتړ د غونډو له جوړولو نه هم موخه دا وه، چې ولسي باور پرې پیاوړی شي، خو د ګډ حکومت د مشرانو زارۍ دا باور بېرته کمزوری کوي.دا په داسې حال کې دی چې ګډ حکومت د سولې د هڅو خبر هم ورکوي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره د طالبانو لومړی شرط د بهرنیانو وتل دي.محب الله شریف بیا وايي چې ښايي افغان چارواکو ځکه د امریکايي عسکرو پر پاتې کېډو ټنیګار کړی وي، چې دوی له دې وېرېږي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان هم د عراق په څېر شي.اوس چې د ګډ حکومت دواړه مشران واشنګټن کې ديد امريکا له ولسمشره يې غوښتنه کړې، چې خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي او اوباما هم د ګډ کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې د اشرف غني او عبدالله په ټينګار او غوښتنه يې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو پلان کې بدلون راوستی او د روان کال تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي او د راتلونکي لپاره به د حالاتو له مخې پرېکړه وکړي.اوباما د خبري غونډې پر مهال وويل: »افغانستان اوس هم يو خطرناک هېواد دی او له همدې امله مو پرېکړه کړې، چې د روان کال تر پايه به امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.«یاده دې وي چې د تېر میلادي کال له پای ته رسېدوسره جوخت د بهرنیانو پوځي ملاتړ پای ته رسېدلی، خو د افغان عسکرو د تمویل، مشورې او روزنې همکاري يې روانه ده.امریکايي چارواکو د ګډ حکومت مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د افغان عسکرو د تجهیز لپاره به په ۲۰۱۷م کال کې له خپل کانګریسه بودیجه هم وغواړي.که څه هم په تېر میلادي کال کې له افغان عسکرو د بهرنیانو پوځي او مالي ملاتړ دواړه موجود و، خو بیا هم تېر کال د افغان عسکرو لپاره تر نورو ټولو خونړی کال بلل شوی دی.


افغانستان
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست










می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 32
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 41
بازدید ماه : 540
بازدید کل : 68853
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 32
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 41
:: بازدید ماه : 540
:: بازدید سال : 5827
:: بازدید کلی : 68853